عاجل خبرونه

په کابل کې د عاشورا مراسم ډاډمن تر سره شول

(Last Updated On: سپتمبر 20, 2018)

په کابل کې د عاشورا مراسم تر کلکو امنیتي هڅو لاندې تر سره شول؛ سلګونه ولسي ځواکونو په واټونو کې خلک څارل او د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې د دې مراسمو د امنیت ساتنه وکړه او یوشمېر نورو ویرجنو امنیتي ځواکونو ته وینې ډالۍ کړې.

د سږکال عاشورایي مراسمو پوځي بڼه لرله؛ د کابل ښار شیعه میشتې سیمې په ولسي ځواکونو سمبال وې او په هر واټ کې یې حضور او ه هر حرکت څارنه کوله.

د عاشورا مراسمو په وړاندې امنیتي ګواښونو خلک ‌ډېر اندېښمن کړل او له همدې کبله ولسي ځواکونه له امنیتي ځواکونو څخه په متفاوته وسلو او تجهیزاتو د مراسمو امنیت ونیوه. که څه هم دولتي ځواکونه فعال او لاس په ماشه ولاړ ول.

د محرم لسمه ډېره له شور او ځوږ ډکه وه. ګواښونو ویرجن له تکیه خانو او جوماتونو ندي را ګرځولي. ځای پر ځای هم کمپونه جوړ او خلکو ته  یې چای او خوږې اوبه ورکولې.

د ښار په هره کوڅه او څنډه کې د خیراتونو دیګي بار او خلکو ډول ډول خواړه برابر کړي وه؛ ویرجنو او نورو  بېوزلو خلکو ته یې ورلیږل.

د عاشورا په مراسمو کې د وینو ورکړه هم ځانګړی فرهنګ دی.

ویل کیږي، چې پر غشو او ځنځیرونو د وینو له بهولو غوره داده، چې اړمنو کسانو ته وینه ورکړ شي.

دولت د عاشورا مراسمو ته بشپړ چمتوالی نیولی و؛ د دغې ورځې مراسم بې له کومې امنیتي پېښې پای ته ورسیدل او ویرجن له خدای مه کړه له نورو غمونو خلاص شول.

خبریال باعث حیات

About Ariana News

Check Also

په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر ورځ ۹۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2018) د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تاکنو پر …