په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو د باولینګ سیالۍ جوړې شوې

(Last Updated On: August 09, 2018 7:41 pm)

د بیات بنیاد پر مالي مرسته په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو تر منځ د باولینګ سیالۍ تر سره شوې، چې په دې لوبو کې به ۱۶ لوبغاړې سیالي کوي او  د هرې یوې موخه اتلولي او د پلازمېنې غوره لوبډلې ته لار موندل دي.

لوبغاړي هڅه کوي، چې د ښو لوبو له لارې ډېر امتیاز تر لاسه کړي.

د باولینګ فدراسیون د ښځینه څانګې د کمیتې مسوولې نیلوفر صفر د څرګندونو له مخې، د سیالیو په پای کې به شپږ غوره لوبغاړې د پلازمنې د باولینګ غوره لوبډلې ته وټاکل شي.

د باولینګ فدراسیون مسوولین هیله من دي، چې د ورزشي بنسټونو ژمنې د باولینګ  په برخه کې ژر تر ژره پلې شي.

د سیالیو په پای کې زحل بیات د ۱۵۰ امتیازونو په تر لاسه کولو د اتلولۍ مقام وګاټه، الاهه انوري ۱۴۷ امتیازه وګټل او دوه یم مقام کې ودریده او مهر مرسل بیا ۱۲۳ امتیازه خپل کړل او درېیم ځای یې خپل کړ.

مریم مهر، رخساره انوري او شهیره شهیر بیا په ترتیب سره څلورم، پېنځم او شپږم مقامونه خپل کړل. دې شپږو لوبغاړو دا راز د پلازمېنې غوره لوبډلې ته لار ومونده.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …