عاجل خبرونه

په هرات کې پولیسو دوه کسان د نشه یی توکو د قاچاق په تور نیولي

(Last Updated On: August 05, 2018 1:59 pm)

د هرات امنیه قومندانۍ سرپرست ویاند سید احمد محمدي وایي، د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې  پولیسو دوه کسان د نشه یی توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

دا دوه کسان د فراه اوسیدونکي دي، چې له دوی سره یوځای نولس کیلوګرامه چرس او اپین، ۱۶ جوره نمبر پلیتونه او ۱۳ ټوکه جعلي جواز سیرونه هم نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه توکي د ګذرې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لخوا تر لاسه شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې نیول شوي دوه کسان د نورو څېړنو لپاره اړوند بنسټونو ته سپارل شوي دي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …