په فاریاب کې د مولوي مطیع الله په ګډون ۱۰۲ طالبان بمبارد شوي

(Last Updated On: August 20, 2018 3:29 pm)

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ ولسواليو تر منځ د حمام چشمه په اړوند سیمه کې پر طالبانو پرلپسې درې هوایي بریدونه شوي، چې په کې د شمال لپاره د طالبانو د پوځي قومندان مولوي مطیع الله او څو نورو قومندانانو په ګډون ۱۰۲ نور طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۹شاهین  قول اردو ویاند حنیف رضایي زیاته کړې، چې په دغو هوایي بریدونو کې ۵۴ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوایي برید کې د طالبانو ۶ هاموی، ۶۴ موترسایکله، ۵ فلانکوچ ډوله موتر او درې سراچه موترې بشپړ زیانمن شوي او له کاره لویدلي دي.

ویل کیږي، چې د طالبانو دغه کسان هغه مهال تر برید لاندې راغلي، چې د بلچراغ له ولسوالۍ څخه د ګرزیوان پر لوري روان ول.

طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت د بلچراغ ولسوالي نیولې او د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې اوس یې هم پرې ولکه ټینګه ده.

طالبانو د دغو پرلپسې درې هوایي بریدونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

دغه برید په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په دارالامان ماڼۍ کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې په نمانځغونډه کې سر له ننه له طالبانو سره درې میاشتنی مشروط اوربند اعلام کړی دی.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …