په کابل ښار کې یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو

(Last Updated On: جولای 16, 2018)

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړې قطعې ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د کابل ښار د پېنځمې حوزې له اړوند سیمې یو ځانمرګی بریدګر عبدالحلیم نومی د حاجي رحمان زوی نیولی دی.

د چارواکو د څرګندونې له مخې؛ نیول شوي کس منلې، چې یو کال مخکې یې د پاکستان د بلوچستان د سیف الله کلا په عثمانیه مدرسه کې اسلامې زدکړې پیل کړي؛ هلته د مدرسې د یو استاد قاري خیرالله لخوا ځانمرګي برید ته چمتو شو او بیا په کابل کې د ځانمرګو ساتونکي قاري مطیع الله ته رالیږل شوی، چې نن له غرمې وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا موخې ته له رسیدو مخکې پېژندل شوی او ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د کابل د نوي ښار د پارک په اړوند سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې وواژه او د حزب جنبش پر اعتراض کوونکیو یې د برید مخه ونیوله.

وسلوالو مخالفانو تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Check Also

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د …