په کابل کي المپیکي سیالیو ته د مدیرانو او مربیانو د زدکړې درېیم پړاو پیل شو

(Last Updated On: July 14, 2018 7:33 pm)

په کابل کي المپیکي سیالیو ته د هېواد د ملي لوبډلو د مدیرانو او لوبڅارانو د زدکړې درېیم پړاو پیل شو.

مسوولین له دی کارځي(ورکشاپ) څخه موخه په المپیکي لوبو کې د ملي لوبډلو اداري او فني همغږی بولي.

د زدکړې په دی کارځي کې د المپیک بېلا بېلو لوبډلو دېرش مدیرانو او مربیانو ګډون کړی او د یوې ورځی لپاره یې بېلا بېل تکتیکونه زدکړل.

په پام کی ده، چي تر یوې میاشتې پورې۱۰۰ لوبغاړي د المپیک په ۱۵ بېلابېلو لوبډلو کي د افغانستان  پر استازیتوب په آسیا المپیک سیالیو کې د حضور لپاره د اندونیزیا هېواد جاکاراتا ته ولاړې شي.

About Ariana News

Check Also

د هېواد کرکت ملي لوبډله د دوستانه لولو لپاره لندن ته وخوځیده

(Last Updated On: July 28, 2018 7:47 pm) د چارواکو د څرګندونو له مخې؛  د …