په فاریاب ولایت کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه ویجاړ شول

(Last Updated On: جون 25, 2018)

دفاعي چارواکو څرګنده کړې، چې د فاریاب په غورماچ ولسوالې کې د وسلوالو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

 د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي؛ دا مرکزونه د غورماچ په عاشور زایي سیمه کې ول، چې تل به یی امنیتي پوستې او مرکزونه له ګواښ سره مخ کړي وه.

سرچینې په ډاګه کړې، چې دا مرکزونه پرون له غرمې مخکې د افغان ځواکونو د A29  الوتکو له خوا بمبارد شوي دي.

د شاهین قول اردو مسوولینو دا هم ویلي، چې په دغه برید کې څلور وسلوال وژل شوي او درې نورټپیان دي او د وسلو یوه زیرمه له منځه وړل شوې ده.

وسلوالو مخالفانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د یو اړخیز اوربند نېټه پوره شوې نده؛ خو ولسمشر غني په فاریاب ولایت کې د وسلوالو مخالفانو د ځپلو لپاره د عملیاتو د ترسره کولو امر صادر کړی دی.  

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …