په کابل کې له حکومت سره د طالبانو اوربند له تود هرکلي سره مخ شو

(Last Updated On: جون 10, 2018)

له هغې وروسته، چې د شنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۹) د طالبانو له لوري درې ورځنی اختریز اوربند اعلان شو؛ په کابل کې یو شمېر ځوانانو د سولې غږ اوچت کړ، د طالبانو او حکومت له لوري يې د اختر په مناسبت د اوربند اعلان وستایه او دا یې د تلپاتې سولې لپاره لومړی غوره او عملي ګام وباله.

د کابل ځوانانو له ځانونو سره د طالبانو او افغانستان بیرغونه ولیږدول، د سولې شعارونه یې پورته کړل او د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخوندزاده د انځور تر څنګ یې د ولسمشر اشرف غني انځور لیږداوه او له دواړو یې مننه څرګنده کړه، چې د اوربند اعلان یې کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په یوه بې ساري ګام د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلام کړ او جنګیالیو ته یې په دغو ورځو کې د تعرضي بریدونو د نکولو هدایت کړې؛ خو البته د ځاني دفاع حق یې خوندي کړی هم دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې بهرنیان مستثنی بلل شوي او د هغو بندیانو د خوشي کیدو اوامر صادر شوي، چې د حکومت په لیکو کې د طالبانو پر ضد بیا وسله نه اوچتوي.

له دې مخکې ولسمشر اشرف غني هم د روژې له ۲۷ څخه بیا د اختر تر ۵ پورې د اوربند اعلان وکړ او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی، چې په دغه موده کې دي چاپې، بمبارۍ او تعرضي بریدونه نکوي.

د ولسمشر په دې سپارښتنه کې داعش او القاعده مستثنی وبلل شول.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …