عاجل خبرونه

په کابل کې د عالمانو پر ناسته طالبانو خپل غبرګون څرګند کړ

(Last Updated On: June 05, 2018 1:38 pm)

طالبانو په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ په کابل کې د دیني عالمانو د تېرې ورځې ناسته یو نمایشي او امریکایي بهیر دی، چې ورته ناسې تل د امریکایانو په دستور تر سره کیږي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې د دیني عالمانو لخوا صادره شوې فتوا مخکې له مخکې جوړه شوې او دوی یې یوازې د نظر غوښتنې لپاره بلل شوي وه.

په کابل کې د دوشنبې پر ورځ له ټول هېواده له دوه زره ډېرو دیني عالمانو د حکومت په وړاندې جنګ او ځانمرګي بریدونه ناروا او د اسلام د ټولو ارزښتونو پر ضد وګڼل.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دیني عالمانو له فتوا، چې جنګ او ځانمرګي بریدونه یې حرام او نامشروع ګڼلي تود هرکلی کړی دی.

ولسمشر غني د تېرې شپې په وینا کې دوه پیامه لرل؛ لومړی یې په کابل کې د دیني عالمانو ناسته مثبته او ګټوره وګڼله او دوه یم دا، چې طالبانو ته یې د سولې او مذاکرې له بهیر سره د یوځای کیدو بلنه ورکړه.

هغه دا هم وویل: ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کوم، چې د اړوند فتوا د پلي کولو او څارلو لپاره په لنډو ورځو کې بشپړ عملي پلان جوړ او پلی کړي.

ولسمشر اشرف غني تېره شپه د خپلو خبرو په یوه برخه کې دغه( ترورستي) برید د اسلام د پیغمبر پر وارثینو، دیني مبلغانو، اسلامي ارزښتونو او د عالمانو پر بشپړې اجماع برید وباله.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د حزب اسلامې د رهبر حکمتیار د هغې څرګندونې په اړه، چې استشهادي بریدونه یې حلال ګڼلي یو تند غبرګون وښود او وایي، چې که استشهادي بریدونه مشروع وای؛ ولې حکمتیار خپل یو خوږ زوی خپلې سپیڅلې موخې ته انتحار کړی ندی.

په افغانستان کې د جنګ او ځانمرګو بریدونو په وړاندې د عالمانو له فتوا وروسته، چې دیني عالمان د لویې جرګې له خیمې د راوتلو په حال کې ول؛ یو شمېر یې د ځانمرګي بریدګر موخه وکرزیدل، چې درنده مرګ و ژوبله یې رامنځته کړه.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …