تازه خبرونه
په فراه ښار کې د ملي امنیت پر ریاست وسلوال برید شوی
د سې شنبې په شپه طالبانو له څلورو خواوو په فراه ښار ډله ییز بریدونه وکړل چې تر سهاره یې دوام درلود. د ولایتي شورا د غړو په خبره، طالبانو څلورمه ناحیه، باغ نو، باغپل، حیدر قولي، یزدي،چهارباغ، سیدآباد، عسکر آباد، ریګي، فرقه، میوزیک کلا او د لومړۍ، دوه یمې او درېیمې ناحیې ځینې سیمې یې ونیولې.
د فراه والي تائیدوي، چې د ولایت، د پولیسو ودانۍ، مرکزي محبس او د ملي امنیت ریاست کنترول له دوی سره دی.
د فراه د ولایتي شورا رییس مرکزي دولت تورنوي، چې د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناغیړي کوي.
د فراه ولایت د ولایتي شورا رییس فرید بختور آریانا نیوز ته ویلي؛ وسلوال طالبان، چې پر درندو وسلو مجهز شوي د فراه ښار باغپل، حیدر قولي، سید آباد، فرقه او د ښار ریګي برخې ته دننه شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې له امنیتي ځواکونو سره نښته روانه ده.
په فراه ښار کې د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق شېرزاد په ګډون ډېر کسان ټپیان شوي او روانې نښتې تلفات هم لري؛ خو تر دې دمه د پېښې د تلفاتو په اړه بشپړې څرګندونې تر لاسه شوې ندي.
د فراه ښار د اوسیدونکیو او ولایتي شورا د څرګندونو له مخې؛ ډېري خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او طالبانو د کورونو په دروازو کې سنګرونه جوړکړي دي.
د فرید بختور د معلوماتو له مخې؛ امنیتي ځواکونه دمګړۍ د امنیه قومندانۍ او ولایت مقام په سل مترۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دي او غواړي، چې دغو مقاماتو ته یې د رادننه کیدو مخه ونیسي.
د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور خلکو ته ډاډ ورکوي، چې فراه ښار به سقوط ونه کړي؛ د دوی مال ، بازار او دوکانونه به خوندي وي.
نوموړي له مرکزي حکومت څخه دغه ولایت ته د تازه دمو ځواکونو د ورلیږلو غوښتنه هم کړې ده.
د اجرائیه ریاست د رسنیو مشاور حشمت رادفر په فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې جنرال بصیر سالنګي له اجرائیه رییس سره په اړیکه کې د فراه ښار د نسبي امنیت ډاډ څرګند کړی او وایي، چې د ملي اردو او د بهرنیو ځانګړي مرستندوی ځواکونه فراه ښار ته رسیدلي دي.
دغه راز جنرال سالنګي ډاډ څرګند کړی، چې همدا اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سوق او ادارې مشري کوي. هڅه روانه ده، چې د ملکي وګړیو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د ښار له ځینو سیمو شاتګ وکړو؛ خو وضعیت مخ پر ښه کیدو دی.
د ولایتي شورا غړی داد الله قانع هم د جګړې له ډګره آریانا نیوز ته د فراه ولایت د روان امنیتي وضعیت او پر ښار د روانې نښتې په اړه وویل، چې جګړه د ولایت پر امنیه قومندانۍ روانه ده. د امنیه قومنداني دفاع ته سیمه ییز پاځونوال او امنیتي ځواکونه ولاړ دي.
امنیتي ځواکونو په نښته کې د تازه دمو ځواکونو د ګډون ډاډ ور کړې او وایي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې امنیتي ځواکونو د طالبانو مخه نیولې او تر راروانو څو ساعتونو به د ښار بشپړه څارنه هم تر لاسه کړي.
د آریانا نیوز خبریال فواد احمدي ویلي، چې په ښار کې شهیدانو چوک څو شېبې وړاندې امنیتي ځواکونو نیولی او طالبان شاتګ ته اړ شوي دي، هغه زیاته کړې، چې دمګړۍ د افغان ځواکونو ځلور الوتکې د طالبانو سنګرونه بمباردوي. د نوموړي د څرګندونو له مخې جګړه اوس مخ په آرامه کیدو ده.
دغه راز په یو ناتائید شوي خبر کې راغلي، چې د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې د طالبانو د جګړې قومندان د څو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې که په فراه ښار کې جګړه روانه وساتل شي؛ داسې اندېښنې هم شته، چې د شپې لخوا به د ګاونډ ولایتونو طالبان فراه ولایت ته راورسیږي. ولایتي شورا د دې اندېښې تر څنګ د فراه د سقوط اندېښنه هم په ډاګه کړې ده.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه11 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سوداگري23 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ9 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول