عاجل خبرونه

په فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو سل کسیزه ډله مخالفینو ته اوښتی

(Last Updated On: مارچ 18, 2018)

د فاریاب ولایتي شورا غړي وایي، د ګرزیوان په دره زنګ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکیو یو قومندان له خپلو سل کسانو سره د دولت د وسلوالو مخالفینو له لیکو سره یوځای شوی دی.

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال اندېښنه څرګندوي او وایي، چې په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکیو یو قومندان له خپلو ملګرو سره د دولت د وسلوالو مخالفینو له لیکو سره یوځاي شوی دي.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب څرګنده کړې، چې قومندان غلام نبي شجاع د ګرزیوان په دره زنګ ولسوالۍ کې له ولسوال سره د شخصي اختلافونو پر لامل له وسلوالو مخالفینو سره یوځای شویدی.

د نوموړي په وینا؛ د ده او ولسوال تر منځ  یوه نښته هم رامنځته شوې وه، چې په کې د ښکېلو خواوو ۳۲ کسان وژل شوي هم ول.

نوموړی څرګندوي؛ له مخالفینو سره د دغو کسانو یوځای کیدو د ګرزیوان د ولسي پاڅون کوونکیو اندېښنې راپارولې؛ خو د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند وایي؛ هغه کس، چې د دولت له وسلوالو مخالفینو سره یوځای شوی د ولسي پاڅون والو په چوکات کې یې فعالیت نه کاوه او له ډېر کم شمېر ملګرو سره مخالفینو ته اوښتی دی.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش زیاتوي، قومندان غلام نبي له خپلو لس – پېنځلس ملګرو سره مخالفینو ته اوښتی دی.

د هغه په وینا؛ دغه قومندان له طالبانو سره پخوانۍ اړیکې لرلې او دا کار به په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر روحیه هیڅ اغېز ونلري.

همدارنګه د فاریاب امنیتي مسوولینو د لومړي نمبر لویې لارې له پاک کیدو خبر ورکړ او وایي، اوس مهال امنیتي ځواکونه د اندخوی پېنځه ولسوالیو پر لوري د حرکت په حال کې دي او غواړي د بېلابېلو سیمو پوستې پیاوړې او اکمال هم کړي.

About Ariana News

Check Also

په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني توګه هره …