عاجل خبرونه

په کابل کې د صنعتکاره میرمنو د نندارتون درې ورځینی ننداره تر سره شو

(Last Updated On: مارچ 31, 2017)

vlcsnap-2017-03-31-17h59m18s169

د کابل د کلیوالي صنایعو درې ورځینی نندارتون د کلیو پراختیا وزارت له خوا پرانستل شوی و، چې په کې د پېنځه ولایتونو د کلیوالي سیمو لسګو نه صنعت کارو او په اقتصادي فعالیتونو بو ختو میرمنو بر خه اخستي وه.

له بامیانو راغلې صنعتکاره زهرا وایي ، چې په نندارتون کې له پېر و پلور خوشاله يم؛ خو  حکومت  دې ورته  نندارتو نو نه ډېر کړي، چې تولیدات مو بازار پیدا کړي.  

له ننګرهاره راغلې صنعتکاره نازیه  وایي، د لته مو پر لاس جوړ شوي کالي نندارې ته وړاندي وه.

د هغې په وینا؛ د بازار موندني لپاره مونږ ته  دا نندارتو نو نه ډېر ښه دي، خو باید په ولایتو نو کې هم تر سره شي.

له بلخه راغلې میرمن اقله وایي، دغه نندارتونونه مونږ ته  د بازار موندني په برخه کې ګټور دي؛ خو باید په نورو ولایتونو کې هم پرانستل شي.

په دغه نندارتون کي دا سې میرمنوهم برخه درلو ده، چي راوړل شوې لاسي صنایعې یې د سیمي او نړۍ مارکیتو نو ته  د استولو هیله منې شوې او وایي ، چې ښه پېرودونکي هم لري.

د ننګرهار یوه بله صنعتکاره  نورزیه وایي، مونږه په ننګرهار کي د لاسي صنایعو په برخه کې فعالیت لرو او امریکا، هندوستان، دوبۍ او پاکستان ته مو صادرات ځي او په دې اړه  ځانګړې هوکړې لرو.

له بلخ ولایته راغلې صنعتکاره حسینه محبوبه وایي، په هېواد کې د ننه او باندې لوی شرکتونه راسره تړونو نه لري او ډېر صادارت مو تاجکستان ته هم ځي.

د کلیو پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروګرام مو په ۲۰۱۰ کال کې پیل کړي او تر اوسه نږدي ۳۵ میلیون دالر پرې مصرف شوي او د دې برخې د نورې پراختیا هڅې هم روانې دي.

نوموړی زیاتوي، له دې نندارتون څخه د کلیو پراختیا وزارت مو خه داده، چې کلیوالي صنایعو ته نوره هم پراختیا ورکړو او ژر به نورو ۱۵ ولایتونو ته هم دا لړۍ وغزوو.

په دغه نندارتون کې د بلخ، بامیان، هرات، ننګرهار او کندهار له ولایتونو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوې.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …