په یونسکو کې هراتی دوتار ایرانی ثبت شوی

(Last Updated On: December 28, 2019)

په هرات کې یو شمېر فرهنګیان او هنرمندان وايي؛ ایران فرهنګي غلا کړې او د هرات ولایت د ټنګ ټکور دودیزه آله (دوتار) یې په یونسکو کې ایرانی ثبت کړی، چې باید د ملګر ملتونو علمي فرهنګی سازمان پرې له سره غور وکړي.

له هغه وروسته، چې د هرات د دویز ټنګ ټکور آله(دوتار) د ملګرو ملتونو په علمي فرهنګی سازمان کې ایرانی ثبت شو؛  په هرات کې یو شمېر فرهنګیانو او هنرمندانو د یوې خبرې ناستې پرمهال د ملګرو ملتونو له علمي او فرهنګي ادارې وغوښتل، چې په دې اړه له سره غور وکړي.

په هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت مسوول شاهین مردان ويلي، دوتار د هرات او ایران د ټنګ تکور یو ګډ فرهنګي میراث دی؛ پدې اړه بشپړ اسناد او شواهد هم شته.

د خراسانی سبک یو شمېر هنرمندان چې په دې ناسته کې یې حضور درلود د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

یو شمیر هنرمندان او لیکوالان ټینګار کوي، چې ایران نه یوازې زمونږ د ټنګ ټکور آلې پخپل نوم ثبت کړي، بلکې یو شمېر شاعران او ادبي آثار یې هم د ځان په نامه ثبت کړي دي.

شاعر او لیکوال روح الامین امیني ویلي، چې ایران په دې برخه کې ډېرې فرهنګي او ادبي غلاوې کړي؛ د بېلګې په توګه مثنوي یې هم پخپل نوم ثبت کړې ده.

مهدی افشار هم ویلي؛ د یونسکو سازمان باید له دې وروسته د افغانستان او ایران حوزې د فرهنګي آثارو د ثبتونې په برخه کې د افغانستان د فرهنګیانو نظرهم واخلي.

د افغانستان او ایران د فرهنګیانو ترمنځ د فرهنګي او هنري مسایلو په اړه د نظر اختلاف نوې موضوع نده. له دې مخکې هم ایران د هېواد نومیالي شاعرمولانا جلال الدین محمد بلخي ایرانی نومولی، چې د افغانانو غبرګون یې را پارولی و.

Check Also

حکومت له کرونا ویروس سره بې تفاوته چلند کړی- د ولسي جرګې غړي

(Last Updated On: April 8, 2020) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ويلي؛ حکومت د …