په سومالیا کې درې چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل

(Last Updated On: نوومبر 10, 2018)

راپورونه وایي، چې په سومالیا کې ۳ موتربم چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل.

د دغه هېواد د روغتیا مسوولینو ویلي، څلور بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. د سومالیا پولیس وايي، چاودنې په څو دقیقو کې صفحا هوتل ته څيرمه رامنځته شوې دي.

سرچینه دا هم څرګنده کړې، چې څلور برید ګر له چاودنو وروسته هوتل ته ننوتل او پر ډزو یې پيل وکړ.

د الشباب ډلې، چې د القاعده اړوند ډله شمېرل شوې؛ د دغو بریدونو مسولیت پرغاړه اخیستی دی.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …