عاجل خبرونه

په بنګله دېش کې چارواکو پر مبایلونو انترنیت بند کړی دی

(Last Updated On: اګست 5, 2018)

بنګله دېشي چارواکو ویلي: اړوند ادارو؛ ځکه دا کار کړی، چې په دغه هېواد کې د ځوانانو پيل شویو مظاهرو زور اخیستی دی. د دې کار موخه تر ډېره دا ښودل شوې، چې ځوانان راټول نشي.

په ډاکه کې مظاهرې پر تاوتریخوالو اوښتي او د شاهدانو په خبره څه باندې سل کسان هغه وخت ټپیان شول، چې پولیسو ربړي مرمۍ وویشتې او ځینو دولت پلویو کسانو ته يې اجازه ورکړه، چې پر مظاهره چیانو برید وکړي.

ټپیان د سیمې شاوخوا روغتونو ته وړل شوي دي.

مظاهره چیان په بنګله دېش کې د سړکونو د خوندیتوب د کمزورتیا په غبرګون کې راپورته شوي؛ ځکه د دوی په خبره دوه زلمکیان تېره اوونۍ د یوه بس د چټکتیا له کبله وژل شوي دي.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …