عاجل خبرونه

له شپږ زره ډېر ماشومان، چې زړونه یې سوري دي د درملنې په تمه دي- سره میاشت

(Last Updated On: April 17, 2018 5:02 pm)

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي؛ له شپږ زره ډېر ماشومان، چې زړونه یې سوري دي، د درملنې په تمه دي او په دې ناروغۍ اخته ۲۵ ماشومان د درملنې لپاره چین ته روان دي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې له چین سره ژمنه کړې، چې د دغو افغان ماشومانو درملنه به کوي، چې زړونه یې سوري دي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې سکرتر جنراله نیلاب مبارز وایي، چې په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه ناشونې ده او کورنۍ یې هم د درملنې توان نلري.

 نوموړې زیاته کړې، چې: شپږ زره درې سوه پېنځه ویشت ماشومان، چې زړونه یې سوري دي د درملنې لپاره په تمه دي. په خواشینۍ، چې په ژمي کې له درملنې پاتې ۲۰ په سلو کې ماشومان له دې ناروغۍ مري.

د چین د سرې میاشتې ټولنې ريیس سون شو پينګ وایي؛ مونږ هیله لرو، چې دغه پروګرام دوام ومومي. مونږ غواړو، چې د زړه په سوري د اخته افغان ماشومانو لپاره د درملنې زمینه برابره کړو.

احسان الله د کابل د ده سبز ولسوالۍ اوسیدونکی، چې چین ته د درملنې لپاره روان دی؛ پلار یې حشمت الله وایي: دی درې کلن دی او د زړه د سوري پر ناروغۍ اخته دی.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي؛ له دوه زره اتم کال راپدیخوا دیارلس زره او اووه سوه ماشومان، چې زړونه یې سوري دي، ثبت شوي او د اووه زره ناروغانو درملنه شوې ده.

چین ته روان ماشومان به درې اوونۍ وروسته، چې درملنه یې بشپړه شي، هېواد ته راستانه شي.

خبریاله :لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …