عاجل خبرونه

۴۰ سلنه ښځې د وینې او ۹۵ سلنه نورې د ویتامین دي له لږوالي سره مخ دي

(Last Updated On: اپریل 1, 2018)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي: په هېواد کې څلویښت سلنه ښځې د وینې او پېنځه نوي سلنه نورې د ویتامین دي له لږوالي سره مخ دي.

د وینې او ویتامین دي لږوالی نه یوازې روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د انسان فزیکي وړتیا هم اغېزمنه کوي.

د پوهنې او روغتیا وزارتونو دغه ستونزه درک کړې او اوس د داسې ګولیو پر وېش کارکوي، چې اوسپنه او فولیک اسید لري.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي،  د نجونو په ښوونځیو کې یې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره هره اوونۍ د درملو د وېش لړۍ  پیل کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان زیاتوي: دغه ګولۍ د نجونو په ښوونځیو کې هره اوونۍ په یو اعشاریه شپږ میلیون تنکیو ځوانو نجونو وېشل کیږي، چې د ښونځیو د پېنځم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي زدکړې کوي.

د پوهنې وزارت وایي، له نوي سلنه ډېرې اومیدواره میرمنې او اتیا سلنه ټیټ عمره ماشومان د ویتامین دي له لږوالي سره مخ دي او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره په ښوونځیو کې یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

د څرګندونو له مخې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د خلکو د پوهې کچه په کې ټيټه ده.

About Ariana News

Check Also

په افغانستان کې میلیاردونه دالر حیف او میل شوي- اشرف غني

(Last Updated On: دسمبر 9, 2018) ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې د نړیوالې …