عاجل خبرونه

په خوږياڼو کې لس وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: March 24, 2018 6:47 pm)

د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر د ملي امنيت رياست د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په خدر خېلو سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي؛ اته وسلوال طالبان وژل شوي او د يو قومندان په ګډون دوه نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په وژل شويو وسلوالو طالبانو کې ميوه ګل، عابدالله، لوګری، سپينی، سمسور، همدرد، اصيل خان، دولت خان او په ټپيانو کې د وسلوالو طالبانو قومندان ابوبکر او يو غړی شامل دي، چې ياد کسان ټول د پکتيا، غزني او لوګر ولايتونو اوسيدونکي دي.

دغه راز ویل شوي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو دوه مرکزونه، يو شمېر سپکې او درندې وسلې، مهمات او دوه موتر سايکلونه ویجاړ شوي دي.

همدا راز د ملي امنيت ځانګړې قطعې ته شپږ ميله کلاشنکوفونه، دوه ميله راکت انداز او دوه ميله پيکا لاس ته ورغلي دي.

ویل کیږي، چې د عملياتو پر مهال ځانګړې قطعې او ملکي وګړیو ته کوم زيان ندی اوښتی.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …