تازه خبرونه
له حکومت سره د سیاسي څېرو مخالفتونه د افغانستان ثبات زیانمنوي-ملګري ملتونه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی خبرداری ورکوي، چې له ملي وحدت حکومت سره د سیاسي څېرو مخالفتونه به د افغانستان ثبات له خطر سره مخ کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت او عواقبو تر سرلیک لاندې رپوت وړاندې کړ، چې په کې د افغانستان وضعیت ماتیدونکی ګڼل شوی او د افغانستان د ژغورنې لپاره د نوي سیاسي ائتلاف او د افغانستان د خلکو محور نوم اخیستل شوی، چې د ملي وحدت حکومت مخالفین دي او د افغانستان ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو په ډاګه کړې؛ زه داسې ننګونې ګورم، چې د اندښنې وړ دي؛ دغه راز د سولې لپاره د مشارکت په برخه کې نوي فرصتونه ګورم. امنیتي وضعیت دغه راز یوه لویه اندېښنه ده. د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي رپوت د امنیتي وضعیت د اصلي بهیر لږ برخه بیانوي. د هېواد په ختیځ کې د داعش د فعالیت دوام او دغه راز د هېواد په شمال او کابل کې د داعش فعالیتونو حالات نور هم پیچلي کړي دي. د دې تاوتریخوالي انساني بیه ډېره ده، چې په نامتناسب ډول په ښځو او ماشومانو اغېز کوي.
د رپوت په یوه برخه کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ځینو ولسوالیو لاس په لاس کیدو ته نغوته شوې او دا یې د وضعیت خرابوالي نښه ګڼلې ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د جګړې په ډګرکې د طالبانو بریا ناشونې بللې؛ خو په ډاګه کړې یې ده، چې یوه سیاسي حل لار ممکنه ده. مونږ باید اجازه ورنکړو، چې د اساسي مذاکراتو پر لوري د مبارزې بل فصل له پرمختګ پرته پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم په دې ناسته کې افغانستان د ترهګرۍ قرباني بللی او له نړیوالو غواړي، چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ترهګرۍ روان زیانونه، چې افغانستان یې زغمي، د یوه ګاونډ هېواد د سیاست محصول دی، چې د افغانستان د حالاتو د خرابولو لپاره کار کوي. د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کې افغانستان هڅه وکړه، چې له پاکستان سره مسایل حل کړي؛ خو وروسته یې هیڅ ځواب ورنکړ. له لمسوونکیو کړنو سره سره مونږ د خبرو، دیپلوماسۍ او سوله ییزو لارو مسایل وڅارل؛ خو پاکستان تر اوسه مونږ ته د ځواب په ورکولو کې پاتې راغلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي د رپوت په یوه بله برخه کې ملکي تلفاتو ته نغوته شوې، چې په وینا یې د روان میلادي کال په شپږ لومړیو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکیان د تاوتریخوالي له کبله وژل شوي او درې زره پېنځه سوه یو اتیا نور ټپیان دي. د دې تلفاتو د اووه شپیته سلنې برخې مسوول طالبان بلل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جګړو له کبله د افغانستان په دېرش ولایتونو کې دوه دېرش زره درې سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ