عاجل خبرونه

په سمنګان ولایت کې د طالب بریدګرو څلور کسیزه ډله نیول شوې

(Last Updated On: September 21, 2017 1:35 pm)

ملي امنیت وايي، په سمنګان ولایت کې د طالب بریدکوونکیو څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.

 د ملي امنیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې ډله کي یو ځانمرګی هم شامل دی، چې د سمنګان په مرکز ایبک ښار کي نیول شوی دی.

سرچینه د نیول شویو کسانو نومونه امرالدین، محمد نعیم، روضت الله او نورآقا ښودلي، چې غوښتل يې د سمنګان له پاره د طالبانو د والي مولوي جلال په لارښوونه وسلوال بریدونه وکړي.

ملي امنیت دا هم په ډاګه کړې، چې له دغو کسانو سره یوځانمرګی واسکت او یو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …