عاجل خبرونه

په ایران کې یوې ترفیکي پېښې له ۲۸ افغانانو خوږ ژوند اخیستی

(Last Updated On: November 14, 2019)

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په اړوند سیمه کې یوې ترافیکي پېښې له ۲۸ افغانانو خوږ ژوند اخیستی او ۲۱ نور ټپیان دي.

د دغه هېواد رسنیو څرګنده کړې؛ دغه پېښه د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۲۳) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ته نږې پر یوه سړک د دوه افغان مهاجرو د لیږدونکیو موترو له ټکر رامنځته شوې ده.  

د ایران رسمي خبري سرچینې(ایرنا) په ډاګه کړې، چې د دې هېواد د زاهدان روغتیایي سرچینو ویلي، چې د دغې پېښې ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

ویل کیږي، چې د پېښې قربانیانو غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته دننه شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د خواف ـ هرات د ۴۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د غزولو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: December 12, 2019) د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د لومړي …