عاجل خبرونه

په تېر مالي کال کې د اقتصاد وزارت ۱۶۵ پراختیایي پروژې له پلي کیدو پاتې دي

(Last Updated On: March 30, 2017)

Capture

په تېر مالي کال کې د اقتصاد وزارت یو سل و پېنځه شپیته پراختیایي پروژې له پلي کیدو پاتې شوې دي.

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، ناامنیو، اداري فساد او نمیګړیو اسنادو په تېر مالي کال کې د لسګونه پروژو د عملي کیدو مخه نیولې ده.

 د اقتصاد وزارت ویاند  سهراب بهمن وايي، چې په تېر کال کې له  ۶۹۳ پروژو څخه یو سل و پېنځه شپیته پروژې نه دي پلې شوي.

نوموړی زیاتوي، چې زیاتره دغه پروژې د طبیعي سرچینو، پوهنې، روغتیا او ټولنیز عدالت په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

اقتصادي کارپوه شبیر بشیري وايي، چې پر ناامنیو سربېره د چارواکو بې کفایتۍ او بې پروایۍ هم د یو شمېر پروژو مخه نیولې ده.

په تېرو څو کلونو کې میلیونونه دالر په بېلا بېلو برخو کې ولګول شول؛ خو د منظمې څارنې د نشتوالي له کبله زیاتره پروژې په ټیټ کیفیت پلې شوې هم دي.

خبریاله : لیدا نیازۍ

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې له ماشومانو څخه د ملاتړ پر تصویب شوي قانون ناندې روانې ساتلي

(Last Updated On: December 14, 2019)دا درېیمه ناسته ده، چې په ولسي جرګه کې د …