عاجل خبرونه

په افغانستان کې تر ۴۵ سلنه پورې نفوس له لوږې سره مخ دی

(Last Updated On: نوومبر 7, 2017)

د لوږې د له منځه وړلو ځانګړې کمیتې په خپل کلني راپور کی په ډاګه کړې، چې د افغانستان له ۳۵ څخه تر ۴۵ سلنه نفوس د لوږې له ګواښ سره مخ دی.

د امین ارسلا تر مشری لاندی په هېواد کی له لوږې سره د مبارزی د کمیتې لخوا په چمتو شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان نږدې څلوېښت سلنه نفوس د لوږې له ګواښ سره مخ دی.

د ولږی د له منځه وړلو د ځانګړې کمیتې مشر امین ارسلا وایي، مونږ په دغه راپور کې اووه لس لومړیتوبونه دولت او نړیوالی ټولنې ته وړاندې کړي، چی تر ۲۰۳۰ کال پوری به تر یوه بریده د لوږې د له منځه وړلو سبب شي.

نوموړی زیاتوي، په تېر یوه کال کې یې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له بېلابېلو خلکو سره  د مرکو پر بنسټ دغه راپور برابر کړی دی.

د کرنې وزارت د کرنیز سکتور پیاوړتیا د لوږې د له منځه وړلو اصلي سرچینه بولي.

د کرنی او مالداری وزارت سرپرست نصیر احمد درانی وایي؛ تر هغې، چی د هېواد پر کرنیز سکتور پانګونه او د کورنیو محصولاتو ګټه پورته کول ډاډمن نه شي د لوږې د ستونزې له حل سره مبارزه ناشونې ده.

نوموړی زیاتوي، خصوصي سکتور او سوداګر باید د کورنیو محصولاتو او تولیداتو په سوداکرۍ کې همکاري زیاته کړي، چې د بزګرو او کرنیز سکتور د پراخیتیا لامل شي.

د یادونی وړ ده، چې د تېرو څو کلنو په پرتله په هېواد کې د لوږې د پراختیا لړی څه نا څه را ټیټه شوې؛ خو بیا هم د اندېښنی وړ ده. په ۲۰۰۴ کال کی د هېواد یو شپېته سلنه، په  ۲۰۱۳ کی یو څلویښت سلنه او په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا څلوېښت سلنه ښودل شوې ده.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …