عاجل خبرونه

په تېرو اته میاشتو کې څلور پنځوس نفوذي بریدونه شوي

(Last Updated On: November 06, 2017 7:19 pm)

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې ویلي، چې په تېرو اته میاشتو کې د خپلو ملګرو لخوا پر افغان او بهرنیو سرتېرو څلور پنځوس بریدونه شوي دي.

 افغان سرتېري سربېره پر دې، چې له وسلوالو مخالفینو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي؛ خو د خپلو ملګرو لخوا یې هم کله ژوند له ګواښ سره مخ کیږي.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې په رپوټ کې راغلي، چې د ۲۰۱۷ له جنورۍ څخه د همدې کال تر اګست پورې پر افغان سرتېرو د خپل سنګر د ملګرو لخوا اته څلوېښت او پر بهرنیو سرتېرو د افغان سرتېرو لخوا شپږ بریدونه شوي دي.

ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، چې دوی پر افغان سرتېرو د خپلو ملګرو لخوا د ټولو بریدونو جزيیات نه شي ورکولی؛ خو زیاتوي، چې سیګار په خپل راپور کې وړې شخړې هم ځای کړې دي.

پوځي کارپوه اسد الله ندیم هم د افغان پوځ په لیکو کې د نفوذي کسانو ځای پر ځای کیدو ته په نغوته(اشاره) کې وايي، چې ښايي زیاتره بریدونه د نفوذي کسانو لخوا شوي وي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو څارونکي جان سپکو ویلي وه، چې افغان سرتېري له وسلوالو مخالفینو سره په جګړه کې ځينې وخت کمزوری ثابتیږي، هغه څه، چې ملي دفاع وزارت یې ردوي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …