په جوزجان کې یوه ۵ کسیزه وسلواله ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه

(Last Updated On: اکتوبر 2, 2017)

د جوزجان والي لطف الله عزیزی وايي؛ د سولې له بهیر سره یو ځای شوې دغې ۵ کسیزې وسلوالې ډلې د محمد عوض نومي قومندان تر مشري لاندې د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول.

د سولې له بهیر سره یوځای شوي طالبان وايي، له دې وروسته به د امنیت په ټینګښت کې له خپل دولت سره همکاري کوو.

په جوزجان کې د سولې د کمیتې رییس محمد اکرم وايي، په دغه ولایت کې د سولې کمیتې د کار له پيل را په دیخوا نږدې۸۰۰ وسلوال د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

چارواکي وايي، له دوه کلونو را په دیخوا د سولې د کمیتې فعالیت ځنډیدلی، چې په نږدې راتلونکې کې به بېرته دا کار پیل او د سولې له بهیر سره د یوځای شویو له پاره به نوي او پراخ پروګرامونه پلي کړي.

د سولې له بهیر سره په داسې حال کې دا ۶ کسیزه وسلواله ډله یوځای شوې، چې په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه ډېر او له ګاونډ ولایتونو یو شمېر طالبان دې ولایت ته راغلي دي.

خبریاله: فریده امیني

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …