په جوزجان کې داعش او طالبانو ته مرګ و ژوله اوښتې

(Last Updated On: سپتمبر 23, 2017)

د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې  د دواړو لوریو څخه ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوری وايي؛ د شنبې په شپه د دې ولسوالۍ په خانقاه او بیکسر کليو کې د وسلوالو طالبانو او داعش ترمنځ نښته شوې، چې دواړو لوریو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده . هغه زیاتوي، د چقمه چقور کلي په شاوخوا کې یو ډېر شمېر طالبان را ټول شوي او د دواړو لوریو ترمنځ خال خال ډزې روانې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې جګړه کې یوه اندازه وسله هم داعش ترلاسه کړې ده.

هغه دا هم ویلي،  داعش د پېنځه طالبانو مړي هم سوځولي دي.

طالبانو د دې څرګندونو په اړه بی خبري ښودلې ده .

تېره اوونې هم د داعش او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه، چې څلور داعشیان او دوه طالبان وژل شوي وو.

 قوش تپه ولسوالې د جوزجان یوه ناامنه ولسوالي ده، چې وسلوالې ډلې په کې وسلوالې هڅې کوي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …