عاجل خبرونه

په جوزجان ولایت کې ۳۲ نیول شوي کسان د مخالفینو له منګولو خوشې شول

(Last Updated On: September 11, 2017)

په جوزجان ولایت کې چارواکو ویلي، چې د قوش تپې او درزاب ولسواليو نیول شوي ۳۲ ملکی وګړي د مخالفینو له منګولو خوشې شول.

د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوال امین الله وایي؛ ۳۲ کسه هغه ملکي وګړي، چې د شنبی په ورځ د داعش او طالبانو له خوا تښتول شوي وه له یوي ورځې بند وروسته راخوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.

د جوزجان والی ویاند محمد رضا غفوري وایي، د درزاب او قوش تپې ولسوالیو لویه لار د قومي مشرانو په منځګړیتوب خلاصه شوې او په پام کي ده، چي په نږدې راتلونکي کې پر دغو سمیو پوځي عملیات پیل شي.

که څه هم په دې دوه ولسوالیو کې ناامني مخ پر ډېریدو ده؛ خو محلی چارواکي له مخالفینو څخه د ولسوالیو د پاکولو عملیاتو د پيل خبر ورکوي؛ خو خلک بی باوره دي او له مرکزي حکومت څخه غواړي، چې د مخالفینو د ځپلو لپاره ډېر ژر جدی اقدام وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت دې په هېواد کې د سولې د رامنځته کیدو مخه نه نیسي- حکمتیار

(Last Updated On: September 14, 2019)د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د سولې او اسلامي عدالت …