په افغانستان کې کانګو ناروغۍ له ۴۰ ډېر کسان مړه کړي

(Last Updated On: August 31, 2017)

په افغانستان کې کانګو ناروغۍ له روان کال راهیسې له ۴۰ ډېر کسان مړه کړي، چې روغتیا ته د نه پاملرنې او اومه غوښې د خوړلو له کبله سرایت هم کوي.

د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنترول رییس شاه ولي معروفي وایي، کانګو اوس په ۲۴ ولایتونو کې خوره ده.

د هغه په وینا؛ په کابل کې ۲۸  او په هرات کې ۱۳ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

کانګو له څاروي څخه انسان ته د خمنډکو په ذریعه لیږدیږي. نښې يې دا دي، چې ناروغ زړه بدوالی پیدا کوي، سر یې درد کوي او وینه یې له بدن بهیږي.

د کابل د انتاني روغتون رییس داکتر عبدالرحمان اکبري وایي، چې هر څاروی له حلالیدو وروسته باید نیم ساعت پریښودل شي او غوښه یې هم باید نیم ساعت په تودخه کې وساتل شي. مخکې له دې، چې وخوړل شي.

متخصص داکتر عمري وایي، دا ناروغي تر ډېره ساري ده.

هغه وایي، مونږ داسې پېښې هم لرلې، چې ناروع جوړ شوی؛ خو پایواز یې له منځه تلی دی.

مختار نومی ناروغ، چې په کانګو اخته دي، وایي: لومړی یو خمنډک وچیچلم، روغتیایي حالت مې ډېر خراب شو؛ یو روغتون مې هم درملنې ته زړه ښه نه کړ تر دې ، چې اوس دادی په انتاني روغتون کې یم.

رحیم الله نومی ناروغ وایي، له خپله لاسه؛ د رسنیو اعلانونه مې اوریدل؛ خو نه مې پرې باور وکړ او روغتیایي پاملرنې مې هم بابیزې وګڼلې، چې دادی اوس پر همدې ناروغۍ اخته شوی یم.

کانګو یوه وژونکي ناروغي ده، چې هر کس پرې ژر اخته کیدای شي.

د لومړي ځل لپاره دغه ناروغي په هرات کې څو کاله مخکې ولیدل شوه؛ خو سږ کال یې ډېره قرباني له کابل او  بیا له هراته اخیستې ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

(Last Updated On: July 16, 2019)د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت …