عاجل خبرونه

په خوست کې د ایران پر ضد لاریون ترسره شو

(Last Updated On: July 10, 2017)

په خوست کې د افغانستان اوبو بندونو په اړه د ایران ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې لاریون ترسره شو.

په خوست کې د جنوبي زون قومي شورا له لورې د ایران پر ضد لاریون ترسره او د افغانستان د اوبو بندونو په اړه د ایران ولسمشر حسن روحانی وروستۍ څرګندونې وغندل شوې.

قومي مشر ګل خان په ډاګه کړې، چې د حکومت د اوبو خوندي کولو له پروژو ملاتړ کوو.

قومي مشر شهسوار خان وایي، مونږ له خپلې خاورې او ملي پروژو څخه د ساتنې په برخه کې د افغان دولت ترڅنګ ولاړ یو.

قومي مشر ظفر خان هم د پاکستانيو ملیشو له لوري د دیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غزول   وغندل او له افغان دولت یې د مخنیوي غوښتنه وکړه.

  قومي مشر عاقل الدین وایي، که افغان دولت یې مخنیوی نشې کولی؛ ولسونو ته دې غږ وکړي، چې دوی یې پر وړاندې ودریږي.

څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر ویلي وه، چې د افغانستان اوبو بندونو جوړولو په اړه به پی تفاوته پاتي نه شي او د نوموړي څرګندونې په افغانستان کی د خلکو او حکومت  له توند غبرګون سره مخ شوې .

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغانستان له چین څخه د افغان زدکړیالانو د رالیږدولو پرېکړه وکړه

(Last Updated On: January 26, 2020)په داسې حال کې، چې د چین په څو ښارونو …