تازه خبرونه
له افغانستان څخه په وتلو کې بيړه شوې- متیس
ناتو افغانستان ته نور پوځيان د دې لپاره لېږي، چې يو ځل بيا د مخالفينو پر ضد د جگړې ډگر تود او له طالبانو سره د جګړې په ټپه ولاړ حالت مات شي. د امريکا دفاع وزير جيمز متیس پرون په بروکسل کې د ناتو د ۱۵ غړیو هېوادونو د دفاع وزيرانو له ناستې وروسته يوې خبري غونډې ته په ډاګه کړې، چې امریکا او متحدینو يې له افغانستان څخه په وتلو کې بيړه کړې او له مناسب وخت وړاندې يې په دې هېواد کې د سرتېرو شمېر کم کړی دی.
متیس په بشپړ ټينگار څرګنده کړې، چې امريکا او نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د روانې جگړې د گټلو لپاره نور سرتېري ولېږي. له ده وړاندې د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرگ د ناتو دفاع وزيرانو سرمشريزې ته ښکاره کړه، چې افغانستان ته څلور زره نور سرتېري لېږي او هيله يې څرگنده کړې، چې شونې ده دغه شمېر نورهم زيات شي؛ خو په ورته وخت کې يې دا هم ويلي، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل د جگړې ډگر ته د تللو معنا نلري.
د امریکا دفاع وزير متیس ویلي، چې اوس د ناتو د غړیو هېوادونو اويا سلنه ملاتړ خپل شوی؛ خو د افغانستان په اړه به د ستراتیژۍ له اعلانیدو سره پاتې نور باور هم تر لاسه شي.
نوموړي د افغانستان د روانې جگړې په اړه خپل ګواښ داسې په ډاګه کړ: که تاسې دغه جگړه نه کوئ؛ نو د دغې جگړې د نه کولو بيې پرې کولو ته په تمه اوسئ، ځکه مونږ نه شو کولی، چې بيا يې بيې پرې کړو.
ناتو او امریکا اوس په افغانستان کې نږدې ديارلس زره پوځيان لري؛ امريکا هم پرېکړه کړې له درې تر پېنځه زره نور سرتېري ولېږي.
د بریتانیا ډيلي میل ورځپاڼې د اروپا د ديپلوماتيکو سرچينو له خولې ليکلي، چې د ترمپ ادارې له لوري د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ له څرگندولو پرته افغانستان ته د نورو پوځيانو لېږل بې گټې دي.
واشنگټن پوسټ ورځپاڼې هم د ناتو دفاع وزيرانو د غونډې او افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو په اړه ليکلي: تر اوسه هم دا نه ده روښانه، چې افغانستان ته به د نورو پوځونو لېږل د جگړې لوری بدل کړي او که نه؟
ډيلي میل ورځپاڼې ليکلي، چې ځينې اروپايي هېوادونه د افغان جگړې په اړه ډاډمن نه دي او له همدې امله ټينگار کوي، چې امريکا سره يوازې په دې شرط مرستې کولی شي، چې ولسمشر ترمپ د افغانستان په اړه خپله تگلاره روښانه کړي.
د جرمني لومړۍ وزيرې انگلا ميرکل ويلي، چې هېواد يې افغانستان ته نور پوځيان نه لېږي.
کانادا د پوځيانو د لیږلو پر ځای له افغان امنيتي ځواکونو سره د مالي مرستې ټټر وهلی دی.
د بریتانيا دفاع وزير مايکل فالون افغانستان ته پر۵۰۰ سرتېرو د سل نورو پوځيانو د زیاتولو اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو ناستې ته د افغانستان څلور کلن امنیتي پلان وړاندې کړ او تائید هم شو.
باید وویل شي، چې د امریکا په ګډون په اروپا کې د افغانستان جګړه یوه ناکامه او په ولسي کچه ناخوښه جګړه بلل نومول شوې، چې د ډېرو شنونکیو په اند امریکا له بدنامۍ څخه د ځان ژغورنې له پاره جګړه اوږدول غواړي؛ خو په دفاعي او اقتصادي لیکو کې به نور فساد، ونه زغمل شي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ