Connect with us

سوداگري

په تېرو ۱۵ کلونو کې تصدیو ته کارنه دی شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ماليي وزارت د تصدیو ریاست وايي، په تېرو پېنځلس کلونوکې د تصدیو لپاره کارنه دی شوی.

د ماليي وزارت د تصد یوعمومي رییس ابراهیم شمس وايي، په افغانستان کې د آزاد بازار اقتصادي سیستم  په رامنځ ته کیدو د دولتي تصد یو پر فعالیت منفي اغېزه رامنځته شوی دی.

نوموړی زیاتوي؛ په تېرو پېنځلس کلونو کې تصدیو ته لازمه پاملرنه  نه ده شوي، خو اوس يي ورته هڅي پیل کړي.

د هغه په وینا؛ د نړۍ اقتصاد له بند اقتصاد نه د آزاد بازار پر لوري حرکت کوي خپل قوانین په چټکي چمتو کوي، خو په افغانستان کې اوس هم دا کار نه دي شوی.

د سوداګرۍ او صنایعوخوني مرستیال یونس مهمند وايي، حکومت باید د تصدیو په فعالیت کې خصو صی سکتورته و نډه ورکړي، چې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د هغه په وینا؛ که تر اوسه پډې برخه کې پانګونه شوې وای په اقتصادي بنسټونو کې به ډېر خلک په کار بوخت ول.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، که دولت د کارموندنې او  اقتصادي غوړاوي لپآره کار کوي؛ باید د تصدیو لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د نوموړي پهخ وینا؛ د تصدیو فعالیت کولی شي هم مو هېواد د تولید خوا ته یوسې او هم مو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د یادونې وړده، چې د مګړۍ د ټول هېواد په کچه ۳۶ تصدۍ فعالیت لري، چې هغه هم ډېرکمزورې دي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

سوداگري

د آنلاین صرافیو هڅې بندې شوې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې د انلاین صرافیو فعالیتونه منع دي او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ کوم چا یا شرکت ته تر دې دمه د انلاین صرافۍ د چلولو جواز ندی ورکړ شوی؛ ځکه دا ډول فعالیتونه غیر قانوني دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک له ګرانو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د دې راکړې ورکړې د خطرونو، زیانونو او وروستیو مسوولیتونو له کبله د انلاین صرافۍ له معاملاتو ډډه وکړي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه موضوع يې امنيتي او کشفي ارګانونو ته رسولې او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.

Continue Reading

سوداگري

د صادراتو د پراختیا لپاره د بدیلو لارو په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې له مخې د هېواد د سوداګرۍ  او صادارتو د پراختیا لپاره د نويو لارو د پیداکولو لپاره د تعرفي کمیټي لومړنۍ ناسته تر سره شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د خصوصي سکتورغړي به خپل استازي تعرفي کمیټې ته وروپېژني، چې له نويو مسیرونو څخه د استفادې لړۍ  پراخه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دا اقدام په دې معنا ندی، چې پخواني سوداګریز بندرونه دې بندکړې؛ خو د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره اړینه ده، چې نوي اقتصادي مسیرونه پراخ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مشرۍ د تعرفې کمیسیون د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د رونق لپاره د نوي مسیرونو پر رامنځته کولو غونډه وکړه او هڅه کیږي، چې د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره نوي مسیرونه هم پرانستل شي.

د خصوصي سکتورغړي هم وايي، چې افغان صادروونکي اوس هم د صادراتو او ټرانزیټ په برخو کې وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کیږي؛ نو له همدې کبله دا مهمه ده، چې د هېواد د صادراتو او ټرانزیټ د پراختیا لپاره باید پر نويو لارو تمرکز ډېر شي، چې د افغان سوداګر نړیواله سوداګري په منظم ډول تر سره کړي.

د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: زمونږ ټرانزیټ او صادارت کله نا کله په ځینو پخوانیو مسیرونو کې له ستونزو سره مخ کیږي، چې دا زمونږ د نړیوالۍ سوداګرۍ پر ضرر ده. د نويو مسیرونو له جوړېدو سره به مو د هېواد ستونزې اوارې شي.

د اقتصادي  چارو ځیني کار پوهان پدې باور دي، چې د نويو مسیرونو له رامنځته کېدو سره به د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالي راشي او له نويو مسیرونو څخه به د افغان سوداګرو حضور په نړیوالو مارکیټونو کې نور هم  پراخ  شي.

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر احمد بشیري وایي: په روانو شرایطو کې افغانستان ته مهمه ده، چې د خپلو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د صادراتو او ټرازیټ مسیرونه پرانیزي؛ ځکه خصوصي سکټور په پخوانیو مسیرونو کې ستونزې لري.

د ایران د ګمرکونو یو مسوول په دې وروستیو کې ویلي، چې تېر لمریز کال افغانستان ته د ډول- ډول مالونو د ټرانزیت کچه درې برابره زیاته وه.

د ایران د جنوبي خرآسان د ګمرکونو عمومي مشر محمد کوهګر څرګنده کړې، چې له دې سیمې څخه افغانستان ته د مالونو لېږد درې چنده شوی دی.

د محمد کوهګر د څرګندونو له مخې؛ تېرکال د مهیرود ګمرک له لارې ۱۹ زره ۹۳۶ لارۍ  باروړونکي توکو افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني د چارشنبې پر ورځ ( د وري اتمه ) نا وخته په یوه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړې، چې په کابل کې پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډو ګټو د خوندیتابه او دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هوکړه کړې ده.

دغه پلاوی دوه ورځې مخکې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا پر مشرۍ کابل ته راغلی و.

د پاکستان سفارت چارسمبالي زیاته کړې، چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر بریالی و.

عبید الرحمن نظاماني دغه سفر له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د ځواکمنو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د ښو هڅو ښکارندویي کوي.

هغه ویلي، دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ګډو ګټو لپاره به ګډ کار کوي. افغانستان او پاکستان په یو شمېر برخو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو هوکړه وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ پلاوی د دوشنبې پر ورځ ( د وري شپږمه) کابل ته راغی او د سې شنبې پر ورځ یې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د سې شنبې د ورځې په لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امیر خان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې د ټرانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه ” تفصيلي” خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې، چې خرم اغا ژمنه وکړ، چې د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره به ژر تر ژره یوه حل‌لار ومومي.

دغه پاکستاني پلاوی د افغانستان پر دوه ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر رسمي بلنه کابل ته سفر کړی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!