عاجل خبرونه

په امریکا کې افغانستان ته د ۵۰۰۰۰ سرتېرو د لیږد غوښتنه شوې

(Last Updated On: مې 18, 2017)

nato_increases_the_number_of_troops_in_afghanistan

د امريکا د ملي امنيت هغو چارواکو، چې د افغانستان په اړه د نوې ستراتيژۍ په اړه يې معلومات لرل؛ ستار اند سترايپس خپرونې ته په ډاګه کړې، چې د استخباراتي شبکو د ارزونو د پټ سند له مخې د افغانستان لپاره د ولسمشر دانلد ترمپ د جگپوړیو پوځي چارواکو او د ملي امنيت سلاکارانو له لوري په نوې ستراتيژۍ کې، چې په اپريل کې تصويب شوې، لږ تر لږ د ۵۰ زره ځواکونو د لېږلو غوښتنه شوې ده.

دوی زیاته کړې، چې که د ملي امنيت شورا دا پلان ولسمشر ترمپ تائيد کړي؛ نو له ۵۰ زره ډېر امريکايي سرتېري بايد افغانستان ته وليږل شي.

د خپرونې د څرګندونو له مخې؛ امريکايي چارواکو منلې، چې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو د پرمختگ د مخنيوي لپاره ۵۰ زره امريکايي پوځيانو ته اړتيا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ به سبا جمعه د پنځوس اسلامي هېوادونو له مشرانو او استازیو سره د ناستې پر مهال د اسلام په اړه وينا وکړي او ټول ائتلافي هېوادونه به د گډ دښمن( سختدریځو) پر ضد جگړې ته وهڅوي.

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …