تازه خبرونه
په روان کال کې ملکي تلفات ۳۹ سلنه ډېر شوي- سیګار
د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا د څارځانګړې ادارې(سیګار) ویلي، د تېر کال پر پرتله په روان کال کې ملکي تلفات نهه دېرش سلنه ډېر شوي او په وروستیو درې میاشتو کې افغان ځواکونو ته هم درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.
د سیګار د تازه راپور له مخې؛ د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له کبله او دا، چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې راغلي، نو تلفات یې هم پېنځه سلنه ډېر شوي دي.
د ۲۰۱۹ کال د جون له لومړۍ د سپتمبر تر ۳۰ د ۴۵۵۴ ملکیانو وژل کیدل ښیي، چې ملکي تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۹ سلنه ډېر شوي دي. افغان ځانګړیو ځواکونو هم د ۲۰۱۹ کال د جنوري له میاشتې تر سپتمبر میاشتې پورې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد ډېر عملیات کړي او دا له هغو عملیاتو ډېر دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې تر سره شوي وه.
په دې راپور کې تېرې درې میاشتې افغان ځواکونو ته ډېرې خونړۍ یادې شوي او په ډاګه کوي، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د روان زیږدیز کال په تېرو نهه میاشتو کې دوه زره ۵۳۱ پوځي عملیات کړي دي. که څه هم د سولې په خبرو کې تل له طالبانو غوښتنه شوې، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي؛ خو اوس یې هم خپل پوځي تحرکات روان ساتلي دي.
سیګار وايي، د افغان ځواکونو تلفات په یاد وخت کې ۵ سلنه ډېر شوي دي. یعنې د افغان ځواکونو تلفات ۶۰ سلنه په دفاعي حالت کې ول.
ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د سیګار دا راپور رد کړی او وایي؛ درې میاشتې کیږي، چې افغان ځواکونه له دفاعي حالته راوتلي او په یرغلیز حالت کې دي.
پوځي کارپوه وهاب وردګ څرګنده کړې؛ دا سمه ده، چې پوځي او امنیتي ځواکونو ته مو ځاني زیانونه اوښتي؛ خو ډېرې سیمې یې هم نیولي دي. لکه په بدخشان، کندوز، بغلان، غزني او هلمند کې، چې یو شمېر ولسوالۍ بېرته ونیول شوې.
د سیګار د څرګندونو له مخې؛ په تېرو نهه میاشتو کې د ننګرهار، لوګر او زابل ملکیانو ته ډېر ځاني زیانونه رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې د روان کال په څلور لومړیو میاشتو کې د هلمند، نورستان، او ننګرهار ملکیانو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.
تازه خبرونه
د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير
د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.
نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.
عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.
دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.
مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.
تازه خبرونه
روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.
د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسلهوالو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.
د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.
په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.
په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.
تازه خبرونه
د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.
ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ21 hours ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي