تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو وخت رارسیدلی- دونالد ترمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د خپلو ټاکنیزو هڅو پر مهال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو خپله دنده ترسره کړې او اوس یې امریکا ته د بېرته ستنیدو وخت دی.
د امریکا ولسمشر دوناد ترمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو غږ وکړ او د ولسمشریزو ټاکنو په ټاکنیزو هڅو کې یې خپلو پلویانو ته څرګنده کړې، چې امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې ډېر پاتې نشي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ترمپ وایي، چې مونږ ښایي په افغانستان کې د لنډ وخت لپاره پاتې شو. اوس په افغانستان کې زمونږ د حضور نوولس کاله پوره شول او اوس د دې وخت دی، چې خپل ځواکونه کور ته بېرته را ستانه کړو.
مخکې له دې تل ټینګار کیده، چې له افغانستان څخه به د ځواکونو د ویستو مساله په دې هېواد کې له شرایطو سره تړلې وي.
د ناتو ځواکونو پخواني قومندان وړاندیز کړی، چې د ځواکونو له ویستو مخکې باید د امریکا د متحده ایالتونو د ملي ګټو د ساتنې ډاډ حاصل شي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان دېوید پتریوس وایي؛ پوښتنه دلته دا ده، چې مونږ د کومو شرایطو لاندې خپل ځواکونه باسو، مونږ باید په بشپړ ډول ډاډمن شو، چې زمونږ ملي ګټې به خوندي پاتې شی. مونږ باید په افغانستان کې د پاتې کیدو یوه کړنلاره ولرو.
دې متقاعد امریکایي جنرال دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان د سولې په مساله کې د سیمې هېوادونو رول مهم دی؛ خو د سولې له خبرو وروسته د ټولو طالبانو د تسلمۍ ډاډ نلري.
جنرال دیوید پتریوس وایي: زه فکر نه کوم، چې د سولې له خبرو وروسته ټول طالبان خپلې وسلې پر ځمکه کیدي. فکر کوم، چې په وروستیو میاشتو کې زیاتره طالبان له ترهګرو او داعش ډلې سره یو ځای شوي؛ ځکه هغوی غواړي جګړه روانه وساتي.
دا څویم ځل دی، چې ولسمشر ترمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستو خبره کوي؛ خو له کله یې، چې له طالبانو سره د سولې خبرې لغو کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي.
افغان حکومت تر دې دمه د دونالد ترمپ د دغې څرګندونې په اړه څه ندي ویلي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکا ولس ته د دونالد ترمپ د څرګندنو په اړه ویلي، چې د افغانستان د اشغال پای ته رسول د امریکا د خلکو غوښتنه ده او مونږ هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د ستونزو حل بولو.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو