عاجل خبرونه

په جلال آباد ښارکې د ننګرهار پوهنتون استادانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: August 27, 2019)

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر مازيګر( د وږي ۵) شاوخوا څلورنيمې بجې د ننګرهار امنيه قومندانۍ ته نږدې پر کورلا ډوله موتر چاودنه شوې.

د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند مبارز اتل وايي، چې په دې چاودنه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشر پوهاند مسعود نيکبخت وژل شوى او د ياد پوهنځي درې پياوړي استادان هر یو محمد عارف، د استاد نیکبخت زوی نثار احمد او سهار مل سخت ټپيان دي.

د ننګرهار د سيمه یيز روغتون مسوولينو ويلي، چې، د دې پېښې له ځاى څخه روغتون ته يو مړى او درې ټپيان وړل شوي، چې ټول د ننګرهار پوهنتون استادان دي.

تراوسه د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه ندى اخېستى.

د ننګرهار پوهنتون د ژبواو ادبياتو د پوهنځي شهيد شوى مشر پوهاند مسعود نېکبخت د جهادي رهبر ارواښاد مولوي خالص وراره دى.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …