Connect with us

تازه خبرونه

په دوحه کې له دمې وروسته د نهم پړاو خبرې بیا پیلیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د قطر په دوحه کې د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د امریکایي او طالب پلاوو تر منځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې پیل شوې؛ خو د جمعې پر ورځ په کې دمه رامنځته شوه.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د خبرو نهم پړاو د جمعې پر ورځ( د وږي پر لومړۍ) ودرید او ټاکل شوې، چې ماښام مهال بیا له سره پیل شي.

پر لومړۍ ورځ د دغو خبرو اترو مشري په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر او طالب استازي شېر محمد عباس ستانکزي کړې ده.

له دغو خبرو څخه با خبره سرچینو ویلي؛ د دې خبرو اترو پر لومړۍ ورځ دواړه لوريو د امریکا د استخباراتي ځواکونو پر حضور او یا نه حضور، د طالب بندیانو پر آزادولو او دا، چې د سولې تړون به په کومه کچه لاسلیک شي، مشورې کړې دي.

یو شمېر سیاسیونو ویلي؛ د امریکایانو او طالبانو تر منځ کوم داسې خنډ ندی پاتې، چې د سولې هوکړې لاسلیک وننګوي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال ویلي، چې سره کرښه نشته؛ خو په ژیړه کې لږ اختلاف شته او دا هم دومره د ټینګار وړ نده، چې د سولې هوکړې د لاسلیک مخه ونیسي.        

د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال څرګنده کړې؛ مونږ په تمه یو، چې امریکا به په افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه عادلانه پرېکړه وکړي.           

د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د  قومندانۍ پخواني مرستیال جک کین ویلي؛ د هغه هوکړه لیک له مخې، چې د دواړو لوریو تر منځ به لاسلیک شي امریکا به له ځنډه پرته له خپلو څوارلس زره سرتېرو څخه اته زره شپږ سوه سرتېري له افغانستان وباسي او ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر میاشتې خپل ټول سرتېري له دې هېواد وباسي.

نوموړی وایي، د سولې  هوکړې چورلیز دا دی: امریکا له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلې، چې له دې هېواده به د ۲۰۲۰ کال تر پایه ووځي. دا کار له اوس څخه څوارلس تر ۱۵ میاشتې وخت اخلي او په بدل کې مونږ څو شرطونه لرو:

لومړی طالبان او افغان حکومت به په خپلو کې خبرې اترې کوي.

دوه یم مونږ په ۱۴۰ ورځو کې په بیړه خپل اته زره شپږ سوه سرتېري له افغانستان څخه وباسوو او ټول به هم وباسوو. د دې لپاره، چې ډاډمن شو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ هوکړه شوې.

درېیم هغه څه دي، چې مونږ یې له ستونزو سره مخ کړي یو: لومړی؛ طالبان به امریکا ته تضمین ورکړي، چې القاعده به په افغانستان کې خوندي جنت جوړ نه کړي. دوه یم دا، چې طالبان باید داعش ته ماتې ورکړي. مونږ پوهیږو، چې طالبان د باور وړ ندي او په دې اړه شواهد هم شته.

تمه کیږي، چې په دې پړاو کې دا هوکړې نهایي شي؛ خو معلومه نده، چې دا خبرې به څومره اوږدې شي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت ویلي؛ تر هغې، چې امریکا او طالبان لومړنۍ هوکړې ته ونه رسیږي، د خپل مرکچي پلاوي د غړو نومونه نه په ډاګه کوي.

خبریال: شاهپور فرهمند

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!