عاجل خبرونه

په خوست کې چاودنې او ځانمرګي برید ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: August 22, 2019)

د خوست امنیتي چارواکي وایي، د خوست د مندوزیو او اسماعیل خېلو ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لار د پاچاخان کلا ته نږدې د کمپاین پر موتریز کاروان ځانمرګی برید شوی.

د خوست امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر د پېښې پخلی کړی او زیاتوي، چې په پېښه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او یو ټپي ماشوم سیمه ییز روعتون ته لیږدول شوی دی.

دوی د امنیتي ځواکونو د مرګ وژوبلې په اړه څه نه وایي.

دغه راز د خوست ښار اړوند مرکزي چوک حمام مارکیت ته نږدې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې شپږ تنه ملکي کسانو ژوبل شوي، چې د خوست بابري ګل کلینک ته لیږدول شوي او د  ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دغه برید پړه منلې او څرګندوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د خوست د مندوزیو په اسماعیل خېلو کې موتر بم چاودنې ۲ ټانکونه ویجاړکړي او ۱۴ ضربتي عسکر وژلي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ملي شورا د تورو ښیښو لرونکیو موترو پلټنې غبرګونونه راپارولي

(Last Updated On: October 14, 2019)د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د حکومت قانون ماتولو …