عاجل خبرونه

په روان کال کې ۵ اعشاریه یو میلیون متریک ټن غنم تولید شوي

(Last Updated On: July 21, 2019)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي د غنمو په برخه کې هېواد په ځان بسیا کیدوته نږ دې شوی او په روان کال کې پېنځه اعشاریه یو میلیون متریک ټن غنم تولید شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رسمي وايي، وايي په هېواد کې هرکال شپږ میلیو ن متریک ټن غنمو ته اړتیا ده، چې په روان کال کي پېنځه اعشاریه یو میلیون متریک ټن په کور د ننه تولید شوي او ۹۰۰ زره متریک ټن غنمو ته اړتیا ده، چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شي.

ښاغلي اکبر رستمي زیاته کړې، چې غنم مو د پام وړ زیاتوالی ښیي؛ هڅه کوو، چي په راتلونکي کال کې هم د غنمو ښه تولید ولرو او په کور د ننه مو اړتیاوې پوره شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې د کورنیو غنمو د اوړه کولو لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې برښنایي ژرندې جوړې شوي؛ خو اوس هم خلک خپل غنم په سنتي ډول اوړه کوي او دغه ژرندې د فعالیت لپاره اومه تو کې نلري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې مونږ له حکومته غواړو، چې د کورنیو ژرندو(میلونو) د فعالیت لپاره غنم همدې برخې ته وسپاري، چې دغه میلیونه هم فعاله او هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې په روان کال کې دغنمو د کښت زیاتوالي بزګرو ته د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې په وخت د رسولو ترڅنګ پر وخت بارانونه د دې لامل شوي، چې په روان کال کې د هېواد د غنمو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …