په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز توغندیز بریدونه شوي

(Last Updated On: May 23, 2019)

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو پر پوځي مرکز تېره شپه توغندیز بریدونه تر سره شوي دي.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالواسع رحیمی منلې، چې تېره شپه د بګرام پر هوایي ډګر توغندي توغول شوي دي.

د ښاغلي رحیمي د څرګندونو له مخې؛ له دغه توغندیز برید وروسته د پرېکنده ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو د بګرام ولسوالۍ د قلندر خېلو دښتې پر کلي هوایي بریدونه کړي دي.  

نوموړي د دغې پېښې د ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي.

پر بګرام هوایي ډګر د توغندیزو بریدونو په اړه هیچا څه ندي ویلي.

دغه راز د پروان پولیسو د یو لوړپوړي طالب له نیولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سلیم نوري ویلي، چې نیول شوی طالب حمیدالله نومیږي او د دې ولایت د شینوارو په اړوند سیمه کې له خپلې وسلې سره نیول شوی دی.

ویل کیږي، چې نیول شوي طالب چارواکي د دغه او غور ولایتونو د اړوند سیمو په بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اوربند، لنډمهاله اداره او د طالبانو په حضور کې ټاکنې غواړو- محقق

(Last Updated On: June 24, 2019)د پاکستان په ناسته کې له ګډون وروسته ځینې سیاسیون …