په غور ولایت کې د طالبانو د صحرایي محکمې مسوول وژل شوی

(Last Updated On: May 10, 2019)

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په غور ولایت کې د ځانګړیو هوایي ځواکونو او ځانګړیو پولیسو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو د صحرایي محکمې مسوول وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د غورولایت د مرکز اړوند غلمین کلي کې د دغه ولایت لپاره د وسلوالو طالبانو د یوې ډلې مشر، چې د صحرایي محکمې مسوول هم و وژلی دی.   

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې یو شمېر وسلې، مهمات او د طالبانو اړوند اسناد هم پولیسو ته پر لاس ورغلي دي.

دغه راز ویل کیږي، چې د عملیاتو په بهیر کې وسلوالو طالبانو ۶ موتر سایکلونه هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د کابل- کندهار لویه لار د زابل په اړوند سیمه کې ډېره ویجاړه شوې

(Last Updated On: January 23, 2020) د زابل خلکو ویلي؛ د کندهار – کابل لویه …