عاجل خبرونه

په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني تبعیض ته لمن وهل کیږي-موندنه

(Last Updated On: March 25, 2019)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تازه موندنې ښيي، چې په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني تبعیض ته لمن وهل کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې له درې زره پېنځه سوه کسانو سره د مرکو پر مهال موندلې، چې په افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبنی تبعیض روان دی.

له پوښتل شویو کسانو څخه پېنځه ویشت په سلو کې ویلي، چې د  کار موندنې، پرمختیايي پروژو، عدالت ته د لاسرسي او روغتیایي خدماتو په برخو کې له تبعیضي سره مخ شوي دي.  

په نظر پوښتنه کې په ډاګه شوې، چې زیاتره ټيټ پوړي مامورین تبعیض ته لمن وهي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ريیسه سیما سمر وایي، په خواشینۍ، چې د  افغانستان ۲۵ اعشاریه ۴ سلنه خلک په یو ډول نه په یو ډول له تبعیض سره مخ شوي دي. اوس دا اړینه نده، چې تبعیض د دولتي ادارو یا د لوړپوړیو دولتي چارواکو لخوا کیږي او که په هرپوړ کې شته؛ خو د پوښتل شویو ادعا له تبعیض سره مخ کیدل دي.  

په نظر پوښتنه کې په ډاګه شوې، چې د دولتي او خصوصي ادارو زیاتره ټیټ پوړي کارکوونکي تبعیض ته لمن وهي او تر دې دمه د همدې ستونزې د مخنیوي لپاره د حکومت او خصوصي سکتور لخوا هیڅ ګام ندی پورته شوی.

آغلې سیما سمر زیاته کړې؛ تبعیض نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په نورو هېوادونو کې هم کډوډي او تاوتریخوالي رامنځته کوي او شخړې غزوي. په خواشینۍ، چې په افغانستان کې د شخړو د اوږدیدو یو علت همدا تبعیض دی.  

د بشري حقونو د کمیسیون د موندنو پر بنسټ د روان تبعیض یوازې دوه دېرش اعشاریه پېنځه په سلو کې قضیې څېړل شوې دي.

د یادونې ده، چې حکومتي مشرانو تر دې دمه د دغې موندنې په اړه څه ندي ویلي.

خبریال: ادریس قادري

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …