تازه خبرونه
په افغانستان کې یو نوی حکومت جوړیږي- عمران خان
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د خبرو وروستي پړاو ته په نغوته کې ویلي، چې جګړه پای مومي او سوله دې جګړه ځپلې هېواد ته راځي.
عمران خان دا خبره کړې او وایي؛ په افغانستان کې نوي حکومت جوړیږي، چې په خبره یې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، جګړه پای مومي او سوله راځي او د سولې بهیر د سوداګرۍ او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دی.
هغه وایي: له طالبانو سره د سولې خبرې کیږي او که الله غوښتي وي په افغانستان کې به زمونږ وروڼه د یو او بل تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي.
په کابل کې بیا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت مستشار احضار کړ او په دې اړه یې ترې وضاحت وغوښت.
بهرنیو چارو وزارت د عمران خان دا خبرې کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه ګڼي.
د طالبانو د رژیم د امر باالمعروف وزیر مولوي قلم الدین وایي، چې د نوي او زوړ حکومت جوړیدل نه د عمران خان خوښه ده او نه ورپورې اړه لري؛ خو داکتر غني بېځایه منډې وهي او بېځایه ټاکنې کوي، د نوي حکومت جوړیدل یو اړتیا ده.
ځینې ګوندونه وایي، د عمران خان دا خبرې ښیي، چې د افغانستان په سوله او جګړه کې دا هېواد لوړ لاس لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند عنایت الله حفیظ وایي، چې د سولې بهیر باید له خلکو پټ نه وي. هغه خبرې، چې باید حکومت یې وکړي؛ پاکستان یې په ډاګه کوي. دا ښي، چې پاکستان د افغانستان په جنګ کې پراخ لاس لري.
په وروستیو کې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له طالبانو سره د امریکا د سولې پر خبرو کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې په دې خبرو کې هیڅ روڼتیا نشته او افغان حکومت وروستۍ مرجع ده، چې له دې خبرو خبریږي.
خبریاله: افسون محمدي
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه20 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ19 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی19 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ