په افغانستان کې د ناتو یو سرتېری وژل شوی

(Last Updated On: November 24, 2018)

ناتو ځواکونو په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري وژل کیدل په ډاګه کړي؛ خو دا یې څرګنده کړې نده، چې دغه سرتېری د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو څرګنده کړې، چې تر ۲۴ ساعتونو به د دغه امریکایي سرتېري د هویت په اړه پوره جزئیات له رسنیو سره شریک شي.

تر دې دمه دا هم په ډاګه شوې نده، چې دغه سرتېری څنګه او کله وژل شوی دی.

په تېره یوه میاشت کې دا دوه یم امریکایي سرتېری دی، چې په افغانستان کې وژل کیږي.

له دې مخکي برنت تیلر د نومبر پر درېیمه د افغانستان په ملي ګارد کې د خدمت پر مهال وژل شوی و.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیول شوی

(Last Updated On: June 18, 2019)د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي …