عاجل خبرونه

له افغانستان سره مو ژمنې دوامداره دي- ناتو

(Last Updated On: September 30, 2018)

د ناتو یو لوړپوړی چارواکی د افغانستان جګړه ستونزمنه ګڼي؛ خو له افغانستان څخه د دوامدار ملاتړ خبره هم کوي.

ناتو په افغانستان کې اوسنی جنګي وضعیت ماتیدونکی بولي او وایي؛ اوس هم دا هېواد اړتیا لري، چې ناتو یې ملاتړ وکړي.

د ناتو د پوځي کمیتې رییس سر ستوارت پیچ وایي، چې مونږ به په افغانستان کې پخپلو اصلي هڅو تمرکز ولرو؛ له افغانستان سره زمونږ ژمنه په خپل ځای ده، امنیتي وضعیت اوس هم له ننګونو ډک دی. د دې هېواد امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي، چې خپل هېواد امن کړي او افغانستان د ترهګرو پر ځاله له بدلیدو وژغوري.

باور کیږي، چې افغان ځواکونه اوس د هېواد د امنیت ساتنې توان نلري او د تجهیزاتو له اړخه هم پوره نه دي؛ ځکه، نو افغان پوځ د ناتو د ملاتړ هرکلی کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوید وایي، چې ملي دفاع وزارت له هرې وسلوالې ډلې سره جګړې ته چمتوالی لري؛ خو د بهرنیو ځواکونو شتون مونږ نور هم پیاوړي کوي.          

یو مهال د ناتو ځواکونو شمېر له سل زره اوښته؛ خو جګړه کابو نشوه. اوس، چې د ناتو لخوا د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګندیږي؛ نو جګړه هم توده روانه ده.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وایي: زه فکر نه کوم، چې ناتو د اوسنۍ جګړې په پای ته رسولو کې رښتینې وي؛ ځکه یو وخت یې په دې هېواد کې ۱۶۰ زره سرتېري لرل؛ خو بریالۍ نشوه، چې جګړه راکمه اویا یې پای ته ورسوي. اوس به؛ نو څنګه دا ممکنه کړي.          

ناتو دا مهال په افغانستان کې له شپاړس زره ډېر سرتېري لري، چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د روزنې او مشورې تر څنګ ان په ځینو پوځي عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملګرتیا او همکاري هم کوي.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هرات ښار د صرافانو مارکیت تر څنګ ماین چاودنې لس کسان ټپیان کړل

(Last Updated On: November 17, 2019)نن مازیګر څلور نیمې بجې د هرات ښار د صرافانو …