عاجل خبرونه

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۴۰ افغان سرتېري وژل شوي

(Last Updated On: سپتمبر 10, 2018)

په تېرو اته څلوېښت ساعتونو کې د رسمي څرګندونو له مخې؛ د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې یو سل و څلوېښت افغان سرتېري وژل شوي دي.

 اریانا نیوز ته باوري سرچینو ویلي، چې په دغو تازه بریدونو کې وسلوالو طالبانو د جوزجان خماب، د وردګو دایمیرداد ولسوالي، د سرپل د بلغلي کلی او په کندز  او بغلان کې څو مهمي سیمې او قرارګاوې، نیولي دي.

وسلوالو طالبانو د جوزجان د خم آب ولسوالي د نیولو پر مهال لسګونه افغان سرتېري وژلي او یو شمېر یې نیولي دي او د هغوی وسلې او مهمات یې هم له ځان سره وړي دي.

په تېرو اته څلوېښت ساعتونو کې د جوزجان د خم آب ولسوالې طالبانو نیولې او چارواکي وايي؛ په دې ولسوالۍ کې د پاڅونوالو قومندان بای مراد له اته کسانو سره له طالبانو سره یوځای شوی او ولسوالي هم د دولت له کنتروله وتلې ده.

د جوزجان امنیه قومندان عبدالحفیظ خاشي وايي، چې د خم آب په جګړه کې اته امنیتي سرتېري وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د نورو سرتېرو په وررسیدو به تر راتلونکیو څلیریشت ساعتونو ولسوالي بېرته ونیول شي.

دغه راز طالبانو د سرپل پر مرکز هم له څو خواوو بریدونه پیل کړي او د ولایت دوه کیلومترۍ ته یې ځانونه رسولي دي او د ښار په څنډه کې یې د بلغلي سیمه نیولې ده. په دغه جګړه کې دېرش افغان سرتېري وژل شوي دي.

د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وایي، چې په دې برید کې یو شمېر پوځي وسایط هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت یوازې د ۱۷ سرتېرو وژل کیدل مني او زیاتوي، چې په دغو نښتو کې ۳۹ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

هغه دغه راز ویلي، چې په دې برید کې ۲۰۰۰ طالبانو د پاکستاني جنرال تر قومندې لاندې برخه اخیستې وه.

د وردګو ولایت پر دایمیرداد ولسوالۍ هم طالبانو بریدونه کړي او د ولسوالۍ د امنیه قومندان سید یونس په ګډون یې څلوېښت سرتېري وژلي؛ خو د جګړې ښکېلي غاړې ادعا کوي، چې د ولسوالۍ مرکز له دوی سره دی.  

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پېنځلس سرتېري وژلي او له شل ډېر ټپيان دي. چارواکي وايي، طالبانو د ولسوالۍ د نیولو په موخه دا برید کړی و، چې له مقاومت سره مخ او له درې ساعته نښتې وروسته یې ماتې وخوړه.

د کندز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، په دې پېښه کې پېنځلس سرتېري وژل شوي او له شل ډېر نور ټپيان دي.

په بغلان کې هم وسلوالو طالبانو په منګلو سیمه کې د پوځ پر قرارګاه برید کړی او څلوېښت سرتېري یې وژلي دي.

دغهه راز د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په زیرکي کلي کې طالبانو پر سیمه ییزو پاڅون کوونکیو برید کړی، چې په کې ۶ کسان وژل شوي.

د سمنکانو په دره صوف کې هم په جګړه کې څوارلس سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو ته هم د تلفاتو د اوښتو خبرونه ورکړ شوي دي.

د سمنګان ولایت ویاند صدیق عزیزي ویلي، چې په دې ولایت کې ۴ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

له بغلان ولایته په رارسیدليو ګزارشونو کې راغلي، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې بورکې ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال  ملا سیف الدین وژل شوی دی.

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند ویلي، چې نوموړی د جګړې لپاره د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته راغلی و، چې له خپلو ۷ کسانو سره په هوایي برید کې ووژل شو.  

افغان پوځي کارپوهان وايي؛ په جګړه کې د افغان سرتېرو تلفات د اندېښنې وړ دي او په کار ده، چې هر څومره زر د جګړې پر ستراتیژۍ له سره غور وشي.

About Ariana News

Check Also

په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني توګه هره …