عاجل خبرونه

په جوزجان ولایت کې طالبانو د خم آب ولسولي ونیوله

(Last Updated On: September 10, 2018 5:25 pm)

چارواکو ویلي، چې د جوزجان ولایت خم آب ولسولي له یوې اوږدې نښتې وروسته د دوشنبې پر سهار طالبانو ونیوله.

د جوزجان د ولایتي شورا غړی شېرمحمد نور زیاته کړې، چې په ځلونو مو چارواکي د اړوند ولسوالۍ او سیمو له سقوطه خبر کړي؛ خو چا ورته پاملرنه نده کړې.

هغه دا هم وایي، چې که تازه دمي ځواکونه او بشپړ تجهیزات سیمې ته راونه رسیږي د آقچې ولسوالۍ پاتې پېنځه کلي به هم طالبان ونیسي.

امنیتي چارواکو هم منلې، چې له یادې ولسوالۍ دولتي ځواکونه پرشاه شوي او ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجانی وایي، چې تېره شپه طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی؛ خو د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

د ده په خبره؛ ښایي دواړو خواوو ته مرګ و ژوبله اوښتې وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ طالبانو تېره شپه ناوخته د جوزجان ولایت پر خم آب ولسوالۍ له څو لوریو بریدونه وکړل، چې په پایله کې د ولسوالۍ د مرکز اړوند ټولې ادارې او پوځي ودانۍ ونیول شوې.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې حکومتي ځواکونو ته درنده مرګ و ژوبله هم اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالي بشپړه نیولې او د ولسوالۍ امنیه قومندان او لس سرتېرې یې وژلي دي.

په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپلو پوځی عملیاتو ته زور ورکړی، چې د ډېرو سیمو د نیولو ترڅنګ یې دولتي ځواکونو ته د پراخې مرګ و ژوبلي خبرونه ورکول کیږي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …