تازه خبرونه
په تېرو څلور کلونو کې ۴۰ زره ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي، ملکي تلفات اوس په افغانستان کې له بل هر وخت ډېر شوي او ناامني د دې سبب شوې، چې خلک نورو هېوادونو ته کډوال شي.
د افغانستان خطرناکه جګړې ډېر زیان اړولی او د هرې ورځې په تېریدو نوې ناخوالې را منځته کوي. ملګرو ملتونو ویلي، چې په وروستیو څلور کلونو کې ډېرو ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ څلوېښت زره ملکیان د افغانستان په جګړه کې وژل شوي او یا ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لوکاک زیاتوي؛ مونږ لیدلي، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یو شمېر افغانان په جګړه کې پیدا شوي، په جګړه کې لوي شوي او په جګړه کې وژل شوي دي.
په وروستیو درې کلونو کې ډلې ډلې افغانان ناقانونه اروپا ته تللي؛ خو ملګري ملتونه وایي، دا ستونزه څلوېښت کاله مخکې پیل شوې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې رییس فیلیپو گراندي وایي، چې تاوتریخوالی او اوس وچکالي په ټول افغانستان کې سلګونه زره کسان زیانمن کړي؛ بېوزلي او د امنیت نشتوالی یې جدي ننګونه ده او همدې ستونزو لاس یو کړی، چې پېنځه نیم میلیون افغانان په تېرو څلوېښت کلونو کې له هېواده ووځي.
دا مهال څه باندې پېنځه نیم میلیون افغانان په نورو هېوادونو کې ژوند کوي؛ خو په ځینو هېوادونو لکه پاکستان او ایران کې یې ژوند بشپړ تریخ شوی دی.
نوموړي دا هم ویلي: مونږ د ایران او پاکستان له هېوادونو، چې څه باندې دوه میلیون افغانان په کې اوسیږي؛ وغوښتل، چې دغه کډوال په قانوني او منظم ډول بېرته ستانه کړي او په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي. دا راز له اروپایي ټولنې سره خبرې شوي، چې د هغو افغانانو په اړه بیا کتنه وکړي، چې د پناه غوښتننې دوسیې یې رد شوې دي.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د سیمې هېوادونه د شاوخوا دوه نیم میلیون افغانانو په بېرته ستنیدو کې همکاري کوي او هڅه یې دا ده، چې دوی ته د زدکړو او کار زمینه هم برابره او په افغان ټولنه کې یې مدغم کړي.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ