عاجل خبرونه

په افغانستان کې د داعشیانو تحرکاتو بریتانوي چارواکي اندېښمن کړي

(Last Updated On: سپتمبر 3, 2018)

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ګاوین ویلیامسن وایي، د افغانستان داعشیان په بریتانیا کې له یوې بلې هستې سره اړیکه لري او خپل بریدونه سره همغږي کوي.

دا لومړی ځل دی، چې د بریتانیا دولت په افغانستان کې د داعش تحرکات بریتانیا او نورو اروپایي هېواودنو ته مستقیم ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، چې د داعش پراختیا ټولو اروپایي هېوادونو ته یو ګواښ دی.

د بریتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن  وایي: مونږ لیدونکي یوو، چې داعش په افغانستان کې پرله پسې بریدونه کوي. د دې ډلې پراختیا نه یوازې بریتانیا ته یو ګواښ ګڼل کیږي، بلکې ټولې اروپا ته ګواښ دی.

د بریتانیا دفاع وزیر زیاتوي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه د ودې په حال کې ده.

نوموړی زیاتوي، چې له داعش سره د مبارزې لپاره افغانستان ته نور ځواکونه رالیږي.

د داعش تحرکاتو د افغانستان ملي دفاع وزارت هم اندېښمن کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوید وایي، د بهرنیو متحدینو تر څنګ به د دې پدیدې په وړاندې مبارزه وشي.

دا مهال بریتانیا په افغانستان کې د ناتو په اډانه کې یوولس سوه سرتېري لري او ټاکل شوې، چې ۴۴۰ نور سرتېري هم په دې ماموریت کې اضافه شي.

د یادونې ده، چې ملي دفاع وزارت له داعش سره په مبارزه کې نړیواله همکاري اړینه بولي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …