په امریکا کې د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره ناندریزه شوه

(Last Updated On: سپتمبر 1, 2018)

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ دا تګلاره اغېزمنه ګڼي؛ خو   استخبارات یې د افغانستان د جګړې د وضعیت په بدلون کې بی پایلې بولي.

د افغانستان لپاره د امریکا له تګلارې څه باندې یو کال تېریږي او د دغې تګلارې پر بنسټ په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر هم ډېر شو؛ خو بریالي نشول، چې جنګ کابو کړي.

د وال ستریت ژورنال د څرګندونو له مخې؛ د امریکا استخبارات باور لري، چې د واشنګتن تګلارې د افغانستان په جګړه کې هیڅ بدلون ندی راوستی؛  نو لدې کبله څوک ورته خوشبین هم ندي.

پخوانی پوځي جاوید کوهستاني ویلي، چې د افغانستان په اړه د امریکا ټولې ستراتیژۍ له ماتې سره مخ شوي. ترهغې، چې د افغانستان له خلکو، حکومت او د سیمې له هېوادونو سره بشپړه همغږي رامنځته نشي؛ تګلارې به یې بې اغېزې وي.      

تر دې دمه امریکا د نوې تګلارې پربنسټ ونشو کولی، چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. که څه هم د دولتي ځواکونو ملاتړ او د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو په موخه پر طالبانو د فشار زیاتوالی  د دغې تګلارې  کلیدي برخې وې.

د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید غفور د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلار ګټوره ګڼي او وایي، چې اوږدمهاله ژمنو کول او همدارنګه د اوږد مهال لپاره د نړیوال تروریزم پر ضد په مبارزه کې له افغانستان ملاتړ؛ دا ټول هغه څه دي، چې مونږ یې ویلی شو او مونږ یې حسابولی شو.                

دغه راز په پام کې ده، چې د یکشنبه پر ورځ په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو نوی قومندان سکات میلر د جان نیکلسون پرځای کار پیل کړي.

ښاغلی میلر له دې مخکې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو د مرکز مشری پرغاړه درلوده او په افغانستان کې د  امریکایي ځواکونو ۱۲ قومندان ګڼل کیږي.

د افغانستان د مدنی بنسټونو د ټولځي رییس عزیز رفیعي وایي، چې دمګړۍ ځواکمن نړیوال هېوادونه په یو داسې پړاو کې دي، چې غوښتنې یې سره لیرې شوي او تر هغې مونږ د جګړې پای او سولې ته نه رسیږو، چې نړیوالې او سیمیه ییزې ګټې سره نږدې شوې نه وي.          

 امریکا د افغانستان په جګړه کې تراوسه لس میلیارد دالره لګولي؛ خو دغې پانګې نه جګړه پای ته رسولې او نه یې هم تاوتریخوالی راټیټ کړی دی.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …