عاجل خبرونه

په جوزجان کې تسلیمي داعشیانو له نجونو او هلکانو جنسي ګټه پورته کړې- خلک

(Last Updated On: August 06, 2018 7:47 pm)

د جوزجان ولایت د قوشتپې او درزآب ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې تسلیم شویو داعشیانو نجونې پر زور نکاح کړي او له کم عمره هلکانو یې ناوړه جنسي استفاده کړې.

یو د کم عمر هلک، چې مستعار نوم یې عبدالله دی وايي، چې داعش د ناوړه جنسي ځورونو لپاره د هغوی پوځي مرکز ته بیولی دی.

عبدالله زیاتوي، له داعش سره شاوخوا پنځوس نور هلکان هم ول، چې داعشیانو ترې ناوړه استفاده کوله.

له درزآب څخه بیځایه شوې کورنې هم وايي، چې داعشیانو د هغوی د کوچني عمر ماشومان پوځي مرکزونو ته د ناوړه جنسي ځورونو لپاره وړل.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشی وايي، چې تر اوسه په دې اړه چا رسمي شکایت نه دی کړی.

په جوزجان کې دولت ته د شمال د تسلیم شویو داعشیانو مرستیال نعمت الله د خلکو دغه تورونه بیځایه بولي.  

وروسته له هغې، چې په درزآب او قوشتپه ولسوالیو کې دولت دوه سوه پنځوس داعشیان تسلیم شول؛ د سیمې خلکو د هغوی د مجازاتو غوښتنه وکړه.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …